Banner

دَ پښتو ادب دَ لارې وَ ځوانانو ته یوپېغام

16.11.2008 08:42

دَپښتو ادب دَ لارې وَ ځوانانوادیبانو ته یوپېغام

( دَ نننی ادبي روئیو په تناظر کې)

»»»»»»»»»»»»

خاورې ...... افضل شوق

ـــــــــــــــــــــــــــــ

ختا به نه یم که ووایم چې ادب دَ ژوند روح دی ولې چې داسې یوه معامله دَ ژوند څوک نه شي په ګوته کولی چې ادب ورباندې غوزۍ نه وي راجارباسلې – ګوا که څه هغه  ښکاره شیان دي او که پټ ، په ادب کې دَ بېلابېلو موضوعاتو په څیر زېربحث لا خو راغلي دي او یا هڅې کول کېږي چې وَ یې څېړي – که زه په خپله دې دعوه کې ریښتونی یم نو په واز کوُمې  ویلی شم چې دَ الفاضو دَ تقدس ساتونکي یاني لیکوالان او شاعران بې دَ هیڅ شک وشبې دَ ژوند سترګې ، غوږونه او خلې څه چې زړونه، دماغونه هن چې ضمیرونه دي- نو هم ځکه زه ورته دَ اتهم رنګ نوم ورکوم چې ښکارې نه خو محسوسېږي ضرور- په دې چې دَ علومو دَ پراختیا ذمه واریانی سرته رسوَلو په چپه هم دغه مخلوق خو دی چې دَ ژوند څېرې نه یوازې سازَوي بلکې سنګارَوي یې هم – مطلب دا چې له کله انسانانو ټولنیز ژوند ته اوږې ورکول شروع کړي دي .. له هغې ورځې راهسې تر ننه پورې چې په لوې نړۍ کې ژوند له کومو مراحلوڅخه  تېر شوی دی یا تېرېږي نو دَ خپل خپل وخت دې سرببرو لېونیانو دَ ذهني استعداد فکري وس په سمه پکې مهم رول لوبولی دی – که داسې خبره نه وای نو تاریخ به په درنو ټکو دغه خلګ نه بلکې هغه باچهان یادَولای چې دَ زور او زیاتی له لارې به یې دَ خدای نازَولي مخلوقات دَ مرئیانو غوندې دَ خپلو اغراضو دپاره په کارَولو- زما دَ سوچ او فکر په سمون داسې ځکه کېږي چې په هر دور کې دغو مفکرینو انسانانو ته دَ هغوئ فطرتي افضلیت ورمخته کړی دی او له هغوئ څخه یې دا تقاضا کړې ده چې دَ ژوند سوکالیانې دَ امن ، مېنی او په انساني لارو لیکو سرته رسول  کېږي -    

 

اوس دلته سوال دا پیداکېږي چې آیا دَ ادب دَ لارې دغه پلویان یا خاوندان که دَ انبیای کرام په راپه چپه واقعي دَ انساني ژوند راهبران یادېږي نو بیا له ځنګله راوتی انسان دَ ځنګل په لور بیرته څله روان دی ؟ دَ دې سوال په ځواب کې کېدلی شي ډېرې خبرې مخې ته راشي خو له دې خبرې څخه به هم مخ اړول ګران شي چې انسان دَ رحمان او دَ شېطان په ازلي غال کې که څه هم په ښکاره دَ رحمان لاره خپله کړې ده خو دَ شېطان له ملګرتیا یې هم لاس نه دی اخیستی – ګوا دَ نن انسان دَ خپل خاورین فطرت په زداورونه  په سل اړخیزو حوالو  داسې په نره دَ خپل ژوند برخه ګرځوي  لکه دائ چې دَ  انسان نه بلکې دَ اور بچی وي –  ولې چې اور یې خوراک، اور یې څیښاک،اور یې جامه څه چې له اورونو سره لوبې کول  یې دَ سکون او ویاړ ذریعه هم  ګرځېدلې ده – نو حقه خبره ده، چې په داسې حال کې به یو شاعر یا لیکوال چې خپله هم له انساني نسل سره اړه لري به هم که ډیر نه ، نو لږ تر لږه  خو به خامخا متاثره کېږي لکه دا یوُ چې – لاکن دَ دې مطلب دا هم نه دی چې ګنې   زړونه کبابول به  یې دَ سکون ذریعه ، ذهنونه دَ  لمبو په تاؤسېځل دَ خوشحالۍ سوب  اوپه  سترګو کې یرې اچول دَ ضمیر دَ اطمینان بهانه شي –

 

زه دا نه وایم ، چې ادب دَ ژوند هنداره نه ده یا کلهمه ننني افکار اور زده دي بلکې زه دَ ادب دَ یو ادنا قاري په توګه ګوته هغو لیکوالانو ته ضرور نیسم چې اور پاشي کوي .... هو، لکه ځینې شاعران چې دَ  سپېڅلي پښتون قام دَ بقا وَ رنځ ته نه یوازې بارود لوګی کوي بلکې دَ ننګ په نامه دَ انا په غال کې زپل شوې پښتو دَ زخمونو دَ شفایابۍ دپاره یې دارو کوي هم – که څه هم  دَ قام او ملت په غم کې پړمخې پراته دغه خواخوُږي ښه پوهېږي چې یوه دوستانه موسکا دَ جنګ  تر ټولوزورَورو  وسلوڅخه هم یوه داسې  زورَوره وسله ده چې  دَ زړونو او ذهنونو واک په نه وخت کې ترلاسه کولی شي خو دا ساده خېل بیا هم دَ قلم او کتاب په ځای دَ توپکي پرچار څخه لاسونه  شاید په دې وجه نه اخلي چې دَ تېرو په زد یې بې سواده قاموال دَ چراغونه بلولو چل زده نه کړي – ولې چې دَ رڼا په خپرېدلو کې دَ هغوئ نومونه دَ خپلوغاښورو څېرو سره په ګډه دَ عبرت پېلامه جوړېدلو امکانات رابرسېره کولی شي – نو ځکه خو دَ  شو بز په مصداق دَ وجودونو سره تړلي دغه نومونه نه غواړي چې خاورې شي –  مطلب دا چې داسې ادبي رجحانات او روئیې زما دَ خوارې پښتو په وختي ګټه خو تمامېږي لاکن دَ روښانه سباؤن په لار کې خنډونه هم درَوي – ولې چې زه دَ یو آواره ګرد سېلاني پښتون په حېث دَ خپلو چکري مشاهدو په بنسټ دا خبره په یقیني توګه وړاندي کوم  چې تر څو پورې موږ مینه دَ انساني سوکالۍ دَپاره عام نه کړو،او سوکالۍ دَ انساني ښېګړې دپاره مرام نه کړو ... نو انساني ښېګړه به دَ  خوشحاله انساني معاشرت څخه دغسې دَ فرار لارې غواړي لکه دا نن چې یې موږ په ویښو سترګو خوبونه وینو- ګواکه څه لیکو په پښتو کې ، خو تش پښتنو ته هم نه، بلکې ټولې نړۍ ته .... هغه په دې چې موږ په لوی سر انسانان خو هم یوُ او په انسانیت دَ پښتون قام بقا-

 

که لږ په مزغو زور واچوؤ، نو دا خبره به هم وَمنوچې په څومره زیات شمېر چې دَ پښتو کتابونه یا مجلې نن سبا چاپېږي ... په هغسې تادۍ دَ عصري عالمګیریت فکري ځغل هم دَ دې ژبې دَ ادب څخه کوچ کوي – داسې ولې کېږي؟ دَ دې سوال ځواب کېدلی شي چې دَ لفظي تراکیبو په دامونوکې  ورګېر شوي زیاتره  شاعران یا لیکوالان دَ خپل خپل سوچ او فکر دَ لارې وَلري خودَ پښتو ادب وده ورباندې دَ ممکناتو تر پوُلو به ځکه وَنه رسېږي چې دَ مخته وتو ژبو سره دَ سیالۍ کولو هڅې یې دَ نه برابر دي – ګوا خبره بیرته دَ زړَو ادبي روایاتوتر چوکاټه نه یوازې وَرسېده بلکې په سندرئیزه شاعرۍ اوقصه وزمه نثر دوام ته رسېدونکې هم ښکاري – چې له برکته یې پښتو ورځ په ورځ دَ بولۍ وزمه او شاته پاتې ژبئیزه بڼه خپلوي لګیا ده اووېرېږم چې چرته غښتلی پښتون قام یوه ورځ بې ژبې قام نه شي یاد-   

 

غرض مې دلته  دَ غښتلو پلرونو او نیکه ګونو دَ زنګ وهلو توُرو له غندلو څخه نه بلکې دَ ننني وخت دَ راڅرمه شوؤ چېلنجونو په وړاندې دَ درېدلو او دَ راتلونکې بلې هغې ورځې په رڼا کې له سترګو غړولو څخه هم دی چې انسانان به په کې دَ مارغانو غوندې بې وزره الوت کوي – خبره دا ده چې آیا زموږ دَ اوسني دور دَ فکر خاوندان به سبا هم دَ دې قام داسې راهبري وکړي لکه نن چې یې په بابولالو یا په بانډارونو مسروره ساتلي دي؟ شاید چې دَ دې حساس سوال په ځواب کې هر هغه شاعر یا ادیب سر دَ پورته کښته ښورَولو په ځای یوې بلې خواته ځکه وَښورَوي چې دَ لوې نړۍ په سر دَ ژوندانه دَ سړو او تودو څخه  بې خبره دي – لاکن دا مې یقینٍ کامل  دی چې هر هغه څوک چې په نن کې دَ سبا دپاره لیک کوي .... هغوئ به که نور نه ، نو دومره ضرور وَواي چې هو... که موږ شعوري ادراک خپلولو ته ملا وَتړو نو کېدلی شي چې پښتو ژبه دَ هغو ژبو له کتاره وَباسو، چې دَ یونیسکو دَ یوه رپورټ په سمه دَ هرې دریمې هفتې لومړۍ ورځ  یوه نا یوه مري لګیا ده-

 

 په پښتو شاعرۍ کې شاعرانه تقلیدکه نن زیاتره شاعران  په یو بل کې سره په فکري او معنوي حوالو چیخي راچیخي نوپه نثر کې یې تمهیدي مبالغه آرائي یا دَ زړَو افکارو دَ بې ځایه حوالو غالب رُجحان هم لیکنځې شکمنې کوي – ولې چې که هر پښتون شاعر دَ خوشحال ، رحمان او غني خان  په رنګ کې لیکلو ته وَ جوړېږي نو بیا خو دَ لیکلو هډو ضرورت څه پاتېږي - ولې چې دغو درو واړو تر هر چا ښه او ډېر لیکلي دي – او دغه رنګه په نثر کې دَ کلتوري توپیرونو څخه سترګې اړَولو پس دَ تهائي کلتوري ادبي حوالې دَ مټو په زور په پښتو کې ځایَول به له پښتو سره دُښمني کول وي –  ولې چې په پښتنو کې ښځه نر ته او په تهائي کلتور کې نر وَ ښځې ته  ودېږي – نو سوال دا پېدا کېږي چې  پښتني مینه  دَ انګلسي ډېټنګ لو یا واده  به دَ تهائي دَ ودونو دَ رواج په سمون څنګه منطقي اختتام ته رسي ؟ دا نه چې زموږ ادیبان بې سواده دي او لا په هیڅ شي نه دي خبر، خو بس مسئله دَ پښتو په ډګر کې دَ اُستادۍ ده... ګوا هر هغه ادیب تکړه لیکوال ګڼل کېږي چې په مغربي حوالو یې خپله نثري پنګه سرته رسولې وي – ترڅو چې دا زموږ شعر وادب پښتني خوند دَ معروضي حقائقوسره ګنډلې بڼه وَ نه لري نو نه به مو شعر شعر وي او نه نثر نثر-

 

زما په نزد آ دَ یوهوشیار خبره چې خوب هغه نه  چې په سملستلو کې لیدل کېږي بلکې خوب هغه لیدل په کار دی چې بنده وَ خوب کولو ته نه پرېږدي .... که دا خبره دَ ننني دور عصري تقاضا بلل کېږي نوبیا راشئ چې دا موږ ادیبان یا شاعران خود احتسابي ته وَجوړېږو او دا وګورو چې زموږ په لیکنځوکې آیا موږ پښتون من حېث القوم دَ ویدَولو هڅې کړي دي که مو دَ سیالو قامونو سره اوږه په اوږه تګ کولو ته هڅولې دی ؟ نه یوازې دا بلکې موږ ته داهم  کتل په کار دی چې داکوم موضوعات چې موږ څېړو، آیا هغه موضوعات مو له نوؤ دلائلو سره کښلي دی او که مو دَ هغو موضوعاتو وَ اصل روح ته تاوان رسوَلې دی؟  

   

دااو داسې نورې خبرې دي چې نن پښتو له نورو ژبو سره څنګ وهلو ته نه پرېږدي – نو ځکه زما وَ ځوانانو پښتنو شاعرانو او لیکوالانو ته دا خواست دی، چې هغوئ دې اول ځانونه بیا په دې کرهٍ ارض کې مېښته جهانونه په خپل سوچ او فکر پېژندلو هڅې وکړي او هر هغه څه دې وَ لیکي، چې دوئ یې ویني ګوري، اوري او احساسَوي – نو به خبره دَ نوې والې په لورې راځي – ګنې دَ تقلید در تقلید په دې ناروا ادبي رسم کې به هسې  وخت ته دیکه ورکوي او تش په توره به په غازیانو کې نومونه نوشته کوي –

                                                                                                                                                                                                                            افضل شوق                                                                                                                                                   یولسمه نېټه دَ اکتوبر ۲۰۰۸ع

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.